IQNA

د ورته مقابلې یا ددښمن د بخښلو په باب د قرآن کریم  نظر

8:33 - April 18, 2024
د خبر لمبر: 3489066
ایکنا – د پوهنتون  او حوزې یوې  استاذې  دې ته په اشارط سره چې  د ؛ریښتوني ژمنې ؛په عملیاتو کې  په قرآن کریم عمل وشو ،ووئيل؛  په کلي توګه قرآن کریم  له دښمن سره په ډغرې کې د هماغه شان مقابلې سپارښتنه شوې ده او  د  فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ»  په آیت  کې دې ټکي ته اشاره شوې ده.

د حوزې او پوهنتون  استاذې میرمن  مریم حاج عبدالباقي د ریښتونی عملیاتو په باب چې د ایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو د وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم په ضد په قدرت سره ترسره کړل،د ایکنا نیوز له خبریال سره په خبرو کې ووئيل،  قرآن کریم په کلي توګه له دښمن سره  په ډغرې او مقابلې کې  د هماغه شان  په ورته مقابلې ټينګار اوسپارښتنه کړې ده او د  فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ»(بقره/۱۹۴)    په آیت کې  ئې دې ټکي ته اشاره کړې ده .که  د دښمن له خوا  دتاسو په لور کوم تیری وشو ،نو  تاسو هم هماغه شاان ځواب ورکړئ.:

د ټول قرآن کریم حافظې  پخپلو خبرو کې زیاته کړې ده ، په قرآن کریم کې په یوه بل ځاي کې  فرمائي؛ وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ»؛   دغه مثالونه په قرآن کریم کې څو ځله راغلي دي  او حتی په دغه مورد کې یعني ؛ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ »   دوه ځله ذکر شوی دی ،په دې معنا  چې په دغې ورته مقابلې کې پيښه  له خپل حده بهر  مه ږدو، داسې نه چې کوم ظلم وشي  او دا ډيره مهمه ده.

د پوهنتون دغې استاذې  په دې خبرې په ټینګار سره چې اساسا د صهیونیسټي رژیم وجود یو غصب او تیریګر  وجود دی او  دد وي پنځیدا  ذات  د تیریو په اساس دی ووئيل؛ له دغه رژيم سره په ارتباط کې د پيښې حساسیّت  پخپله تر یوه حده  رابرسیره کیږي. دغه فسادګر رژيم  چې اصلا باید وجود ونه لرل شي، په دمشق کې د مونږ په کونسلګرۍ حمله وکړه، داسې  حمله چې  له مخکینیو حملو وروسته وشوه یعني مونږ  دغزې له بهیره وروسته تر کافی اندازې پورې صبر ورکړ او په کونسلګرۍ له حملط وروسته  د نړیوالو  ټولنو د غبرګون او اقداماتو په تمه شوو، کله  ددوي له خوا هیڅ اقدام ونه شو، نو ایران دغه کوټلی ځواب پخپله ورکړ.

میرمن ډاکټر عبدالباقي ووئيل، که ایران  ورته مقابله نه کولی ، نو  هم یو ډول ذلت زغمل وو او خلک ناامیده کیدل ،ځکه  چې فکر ئې کاوه ، مونږ  ددښمن په مقابل کې بې وسه اومنزوي یوو. دغه غلیم  هیوادونه ځان پیاوړی او ماته نه خوړونکی بریښوي  او دا باؤر  د تبلیغاتو له لارې  دانسانانو ذهنونو ته  واردوي ، نو ځکه مونږ باید دغه اقدام ترسره کولی . هغه آیت چې  سپاه پاسدارانو  د ریښتوني ژمنې په عملیاتو کې   وټاکه، ډير مناسب ؤ ،لکه څنګه چې وائي،؛ قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ؛   ورسره وجنګیږئ څو خداوند  ئې د تاسو په لاس عذاب ورکړي اوخوار او ذلیل  ئې کړي  او تاسو سره مرسته وکړي او  د  هغو مومنانو په  زړونو ( چې د هغوی په لاس کړاؤل شوي او اذیبت شوي  او شکنجه شوي دي) ملهم کیښودل شي::

میرمن عبدالقاقي دغه راز ووئيل، له نیکه مرغه حضرت امام خمینی او د رهبرۍ ستر مقام  دقیقا  هماغه سایت  او د قرآن کریم سټراټژي ګام په ګام پرمخ بوتله او  هماغه شان ئې پرمخ بیائي.

https://iqna.ir/fa/news/4210607

 

captcha